Victoria Legal Aid

څرنګه مونږ کولای شو چې په حقوقی یا قانونی ستونزو کې مرسته وکړو

دغه معلومات د Wurundjeri په چاپیریال کې ترتیب شوي.

دغه معلومات د ۲۰۲۲ کال د جنوری تر میاشتې پورې صحیح او د اعتبار وړ دي.

قانونی ستونزي کولای شي تاسي ته د فشار، تشویش، خپګان اوغصې احساس درکړي. مونږ په دې پوهیږو چې کله تاسې زمونږسره اړیکه نیسئ دا احساس به لرئ. مونږ ستاسي سره په قانونې ستونزو کې مرسته کولای شو.

مونږ ته څرنګه دخپلې قانونې ستونزې په هکله ویلای شئ

دلته درې لارې شته چې مونږته دخپلې قانونې ستونزې په هکله ویلای شئ. تاسي کولای شئ چې:

  • Legal Help ته په 387 792 1300 شمیره زنګ ووهئ
  • زمونږ د webchat له لارې مونږته لیک را واستوئ
  • زمونږ د دفترونوڅخه یوه دفتر ته راشئ.

ددې لپاره چې چمتو شئ،ستاسې د قانونی ستونزې په هکله چې هر څه پاڼې وي له ځانه سره را واخلئ. دا پاڼېکیدای شي جریمه وي یا د محکمی، وکیل یا پولیسو لخوا لیک یا ایمیل وي.

1. Legal Help ته زنګ ووهئ

تاسې کولې شئ Legal Help ته په 387 792 1300 شمیره زنګ ووهئ.

Legal Help د دوشنبې څخه د جمعې تر ورځې پورې، د سهار له 8 بجو نه د ماښام تر6 بجو پورې پرانیستی دی. په عمومي رخصتیوکې تړلیوي.

دټیلیفون کولوبیه د سیمه اییز ټیلیفون د بیې سره سمه ده.

Legal Help ته چې هرڅوک ټیلیفون کوي ورته ښه راغلاست ویل کیږي.

که تاسې Legal Help ته ټیلیفون کوئ نو کیدای شي چې تاسې انتظار وکړئ. که کولای شئ سهار وختي زنګ ووهئ.

زمونږ د webchat څخه ګټه پورته کول کیدای شي چې ګړندۍ وی.

آیا زه په خپله ژبه خبرې کولای شم؟

زمونږکارکونکې په ډیروژبو خبرې کوي. که مونږستاسو په ژبه خبرې ونکړو، کله چې تاسې ټيلیفون وکړئ نو مونږ به تاسې ته د ژباړونکې تابیا وکړو.

دا چې مونږ ستاسې په ژبه خبرې کوو په دې هکله معلومات ترلاسه کړئ.

آیا څوک کولای شي چې زما لپاره ټيلیفون وکړي؟

هو. هغه کارکونکی یا مرستندویه کس چې ستاسې د باور وړ وي کولای شي چې مونږ ته ټیلیفون وکړي. کله چې هغه کارکونکی یا مرستندویه کس مونږ ته زنګ وهي دا به غوره وي چې تاسې ورسره وسئ.

هغه کارکونکې باید په ټیلیفون کې شته لارښوونې تعقیب کړي.

آیا زه د National Relay د خدمت څخه ګټه اخیستلای شم؟

هو. دلته ډول ډول اختیارونه شته:

  • TTY: 677 133 بیا په 387 792 1300 شمیرې ته ټیلیفون وکړئ
  • Speak and Listen: 727 555 1300 شمېرې او بیا 387 792 1300 شمیرې ته ټیلیفون وکړئ
  • انترنت Relay: nrschat.nrscall.gov.au ته لاړشئ بیا 387 792 1300 ته ټیلیفون وکړئ
  • SMS Relay: په 767 677 0423 شمېره لیکلی پیغام واستوئ
  • Video Relay: د سکایپ Skype یا National Relay د خدمتونو اپ وکاروئ.

مخکې له دې څخه چې د National Relay د خدمت څخه ګټه واخلئ باید ځان راجستر کړئ.

2. په ویب چټ webchat کې مونږ ته لینکه وکړئ (یواځې په انګلیسي ژبه)

زمونږ د webchat څخه استفاده وکړئ، چې Legal Help Chat ورته وایي، تر څو زمونږ کارکونکو ته تاسې د خپلې قانوني ستونزې په هکله پیغام ولیږئ. زمونږ کارکونکې به تاسې ته ځواب درکړي. که چیرې تاسې نورې مرستې ته اړتیا ولرئ هغوې به تاسې ته ووايې چې Legal Help ته ټیلیفون وکړئ.

3. زمونږ سره وګورئ

تاسې کولای شئ زمونږ د دفتر څخه لیدنه وکړئ. مونږ په ملبورن او سیمه ایزه ویکټوریا کې دفترونه لرو. دا لټون وکړئ چې زمونږ دفترونه په کومو ځایونو کښې دي.

تاسې ددې لپاره چې د وکیل سره خبرې وکړئ باید وخت ونیسئ.

زمونږ دفترونه هوارې لارې یا لفتونه لري او زمونږ خدمتونه د کورنیو حیواناتو په راوستلو ممانعت نلري.

کله چې تاسي زمونږ سره اړیکه نیسئ څه به کیږي

مونږ به له تاسې څخه پوښتنې وکړو. دا پوښتني به زمونږ سره مرسته وکړي چې له تاسي سره مونږ کومه مرسته کولای شو.

هر څه چې تاسې مونږ ته وایاست هغه پټ پاتې کیږي. مونږ هیچا ته ستاسې د خبرو به هکله څه نه وایو مګر داچې تاسې مونږ ته ووایاست چې مونږ بل چا ته ویلای شو.

مونږ په ډیری قانوني ستونزو کې مرسته کولای شو. که مونږ ونشوای کولای چې ستاسي پوښتني ته ځواب ووایو، مونږ به تاسې ته د داسې چا د اړیکې شمیره درکړو چې هغو وکولای شي چې ستاسې پوښتنې ځواب کړي. دا کیدای شي ټولنیزقانوني مرکز یا کوم شخصي قانوني وکیل وي.

مونږ څرنګه مرسته کولای شو

قانوني معلومات او مشوره

مونږ کولای شو د قانون اوستاسو د حق انتخاب په هکله درته ووایو.

همدا ډول مونږ کولې شو لاندینۍ لارښوونې هم وکړو:

  • تاسې ته معلومات درولیږو
  • د محکمی د دایریدو څخه د مخه ستاسې سره خبرې وکړو
  • تاسي له نورو خدمتونو او مرستو سره وصل کړو
  • لیکونه ولیکو
  • ستاسې لپاره په محکمه کې خبرې وکړو.

دا په دې پورې تړاو لري:

  • ستاسي قانونې ستونزه
  • او دا چې تاسې څومره پيسې لرئ.

کیدای شي مونږ ستاسې سره نورې مرستې هم وکړو که تاسي په لاندینیو حالتونو کښې یاست:

  • د انګلیسي ژبې په ویلو کې ستونزه لرئ
  • که معیوبیت یا عصبي ناروغتیا ولرئ
  • که تاسې Aboriginal یا Torres Strait Islander یاست.

مونږ کولای شو تاسې ته مرسته برابره کړو ترڅو له مونږ سره اړیکې ونیسئ، لکه ژباړونکي یا د National Relay خدمت.

مونږ کولای شو له تاسې سره په هغو طریقو اړیکه ونیسو چې ستاسي لپاره ګټورې وي.

مونږته وواياست چې مونږ په څه ډول تاسې ته معلومات درکړو.

Duty lawyers

زمونږ duty lawyers د ویکټوریا په ټولو محکموcourts کې کار کوي. دوی په ځینې قانوني ستونزو کې مرسته کوي. که تاسې قانوني وکیل ونلری دوی کیدای شي د محکمې د دایریدو په ورځ له تاسې سره په محکمه کې مرسته وکړي. که تاسې محکمې ته ځئ اوقانوني وکیل نلرئ، د محکمې څخه غوښتنه وکړئ که تاسې وکولای شئ چې د duty lawyers سره خبرې وکړئ. همدا راز د نورو خدمتونو په هکله چې کیدای شي له تاسې سره مرسته وکړي غوښتنه وکړئ.

که تاسې ابتدائیه محکمې ته ځئ ځکه چې پولیسو درته ویلي چې تاسې قانون تر پښو لاندې کړئ، مخکې له دې چې محکمې ته لاړ شئ کیدای شي تاسې وکولای شئ چې د duty lawyers سره مشوره وکړئ. زمونږ د Help Before Court service په هکله نور معلومات ترلاسه کړئ.

که تاسې د کورنۍ د قانون محکمو Family Law Courts ته مراجعه کوئ، مخکې له دې چې تاسې محکمې ته مراجعه وکړئ زمونږ د Family Advocacy and Support Services سره مشوره وکړئ.

نورې مرستې

ستاسې د قانوني ستونزو په هکله مونږ نوره مرسته کولای شو.

که تاسې دعصبی ناروغتیا اجبارې معالجې ته اړتیا لرئ نو د Independent Mental Health AdvocacyExternal Link کولای شي ستاسې سره مرسته وکړي.

زمونږ Independent Mental Health AdvocacyExternal Link کولای شي د والدینو او لومړنيو پالونکو سره د کوچنیانو د ساتنې د سیسټم په لمړنیو پړاوونو کې مرسته وکړي.

که تاسې او ستاسې همسر/همسره له یو بل څخه بیلیږئ، زمونږ Family Dispute Resolution Service کولای شي تاسې سره موافقې ته درسیدودپاره مرسته وکړې. د بیلګې په ډول، دا چې څوک به د ماشومانو پالنه کوي.

دخپلې قانوني ستونزې په هکله نور معلومات ومومئ

زمونږ ویب پاڼه د ډول ډول قانوني ستونزو په هکله معلومات لري.

تاسې کولای شئ ویب پاڼه ځانته غټه (zoom) کړئ یا د سکرین reader څخه ګټه پورته کړئ.

آیا تاسې معلومات لرئ چې په آسانه ولوستل شي یا زما په ژبه وي؟

مونږ په ځینو قانوني موضوع ګانو وړیا کتابچې (booklet) په مختلفو ژبو لرو چې په آسانه سره لوستل کیږي. تاسي کولای شئ زمونږ کتابچې زمونږ د catalogueExternal Link په پاڼه کښې ومومئ.

تاسي کولای شئ screen reader وکاروې چې زمونږ خپرونې ولولئ.

اعتراف/پیژندنه

زمونږه Shared Experience and Support او Speaking from Experience ډلو ددغو پاڼو په لیکلو کې مرسته کړې ده

Disclaimer: The material in this print-out relates to the law as it applies in the state of Victoria. It is intended as a general guide only. Readers should not act on the basis of any material in this print-out without getting legal advice about their own particular situations. Victoria Legal Aid disclaims any liability howsoever caused to any person in respect of any action taken in reliance on the contents of the publication.

We help Victorians with their legal problems and represent those who need it most. Find legal answers, chat with us online, or call us. You can speak to us in English or ask for an interpreter. You can also find more legal information at www.legalaid.vic.gov.au

Reviewed 31 August 2023

In this section